د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
کابل پولي تخنیک پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی:
شبکې انجنیري ډيپارټمنټ (۳) بسته.
د ساختماني پوهنځی :
مهندسي ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵/۹/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر۲۵/۱۰/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.