دکابل پولی تخنیک پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۷:۵۲
mjdbckjdjksdjk

Closing Date


کابل پولی تخنیک پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرته اړتیا لري.

ساختماني پوهنځی:
ساختمان جوړولو اداري ډیپارټمنټ (۱) بست، د دوکتورا او ماسترۍ په کچه. 

د جیولوجي او کانونو پوهنځی :
د کانونو زیرزمېنیو استخراج ډیپارټمنټ (۱)  بست د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه. 
 د کانونو استخراج انجنيري ډیپارټمنټ (۱)  بست، د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه. 

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۹/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر۱۸/۱۰/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.