د کابل پولي تخنيک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !

ameen_admin
kjdkfdskfkj

 

د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د دې پوهنتون په انګړ کې د ۲۲۶ متره په ژوروالي د يوې څاه کېندلو او د کابل پولي تخنيک پوهنتون د اوبو رسونې شبکې سره وصل کولو داوطلبۍ پروسې کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر {29/6/1402 } نېټې، د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې درېيم منزل کې د پنځمې ليليې مالي او اداري معاونيت ته، سپارلی شي. د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه د شرطنامې د شرایطو سره سم اخېستل کېږي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
بناء‌آ هغه شرکتونه، دولتي تصدۍ او خصوصي مؤسسات او متتشبثين، چې د قرارداد هيله لري خپلې غوښتنپاڼې دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون، پنځمې ليليې (۳۳) شمېرې اطاق د تهیه او تدارک او خدمتونو امريت ته وسپاري.
د افر خلاصولو غونډه به د {29/ 6/1402 } نېټې د (چهارشنبې) په ورځ سهار په لسو بجو مالي او اداري معاونيت کې دايرېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements