د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۹:۲
rfhdfhdfh

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ټولنیز علوم د ټولنې د سالمې روزنې اساس وبلل او زیاته یې کړه چې هر علم د انسان په درک، فهم او اخلاقو اغېزه کوي، خو د ټولنیزو علومو هره برخه تربیه ده. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې زموږ ټولنه په هر حالت کې خپل ارزښتونه پالي او په هېڅ قیمت یې نه پرېږدي. دغه راز نوموړي د یاد کلسټر له ګډونوالو وغوښتل چې د خپل تاریخ، کلتور او ارزښتونو سره سم تحصیلي نصاب ترتیب او د هېواد د تحصیلي نظام لپاره بنسټیزو خدمت وکړي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې د یوه ملت او هېواد واقعي پرمختګ په معیاري او پرمختللي تحصیلي نصاب پورې تړلی  او زیاته یې کړه چې د یاد کلسټر لپاره د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو سربېره، د مختلفو ادارو مختصصین هم رابلل شوي، چې د پنځو کاري ورځو په جریان کې به د ټولنیزو علومو پوهنځيو پر تحصیلي نصاب کار وکړي. 

وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی محمد داود شېرزاد د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 
نېټه: یکشنبه

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS