د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د اسلامي نړی له مخکښو علماء کرامو سره وکتل.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۱
Yhbfgjbvv

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود، د اسلامي نړۍ مخکښو علماء کرامو ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل چې موږ نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د خير او پرمختګ غوښتنکي یو. نوموړي د ا.ا.ا تګلارې ته په اشارې سره وویل، چې زموږ موخه د الله تعالی د شریعت پلي کول دي، چې د همدې کار له امله د کفري او ځينو اسلامي هېوادونو له نیوکو سره مخ کېږو. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې اوسمهال اسلام ډېر غریب او د کفارو له بریدونو سره مخ دی، نوموړي د اسلامي نړی له مخکښو علماء کرامو وغوښتل چې د افغانستان حالت د نړۍ له علماء کرامو او مخلصو مسلمانانو سره شریک کړي. 

همدارنګه د اسلامي نړی د مخکښو علماء کرامو د پلاوي مشر الشیخ دوکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا ۲۰ جهاد وستایه، افغانانو ته یې د دې سترې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې موږ راغلي یو تر څو له تاسو څخه په تأثر په خپلو هېوادونو کې اسلامي نظام په ښه شکل تشریح کړو. 

دغه راز د اسلامي نړی د مخکښو علماء کرامو پلاوي د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټنګار وکړ او په مختلفو علمي برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته تیاری وښود. 

د یادولو وړ ده په دغه پلاوي کې د مصر، سوډان، لېبیا او فلسطین مبارکې خاورې علماء کرام شامل وو.  

نېټه: شنبه

 ۱۴۴۴/۶/۱۴هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۱۷هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۷م

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS