د سلطان محمود غزنوي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
سلطان محمود غزنوي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د شرعیاتو پوهنځی:
د اسلامي تعلیماتو ډیپارتمنټ (۴) بسته.
د فقه او قانون ډیپارتمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۳۱ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړه زده کړو مؤسسې ته وسپاري.