د فراه لوړو زده کړو د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
فراه لوړو زده کړو مؤسسه د اول ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
د ریاضي ډيپارټمنټ (۱) بست – ښځينه وو لپاره.
د پشتو ډيپارټمنټ (۱) بست – ښځينه وو لپاره.
د اقتصاد پوهنځی:
د ملي اقتصاد ډيپارټمنټ (۱) بست.
د اداره و تجارت ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د ګرنې پوهنځی:
د اګرانومي ډيپارټمنټ (۱) بست – نارينه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۳۰ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړه زده کړو مؤسسې ته وسپاري.