د ننګرهار پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۷:۵۷
zxczxczxc

Closing Date

ننګرهار پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:     
د بیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۷ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۶ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.