د کابل پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۴:۵۲
uyfjggj

Closing Date

کابل پوهنتون د بيا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د اقتصاد پوهنځی:     
د ملي اقتصاد ډيپارټمنټ (۱) بست - نارینه وو لپاره.
د مالي او بانکداري ډيپارټمنټ (۱) بست - نارینه وو لپاره.
د محاسبې ډيپارټمنټ (۲) بسته - نارینه وو لپاره.
د اکونومتري او احصایې ډيپارټمنټ (۲) بسته - نارینه وو لپاره.
د  منجمنت او اداره او تشبثاتو ډيپارټمنټ(۲) بسته - نارینه وو لپاره.
د  کمپیوټر ساینس پوهنځی:     
د کمپیوتر ساینس ډيپارټمنټ (۱) بست - نارینه وو لپاره.
د ځمکې پیژندنې پوهنځی:
د جغرافیه او فزیک ډيپارټمنټ (۳) بسته (۲) د نارینه او(۱) د ښځینه وو لپاره. 
د بشري جغرافیه ډيپارټمنټ (۱) بست - ښځینه وو لپاره. 
د انجنیري  پوهنځی:
د مهندسي ډيپارټمنټ (۲) بست (۱) د نارینه او (۱) دښځینه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۵ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.