د لوړو زده کړو وزارت پلاوي سرپل ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې د پياوړتيا او معياري کولو په اړه خبرې وکړې.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۴:۴۳
llggtiu

نېټه: چهارشنبه ۱۹ محرم ۱۴۴۴

په دې لیدنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت په استازولۍ د خصوصي محصلانو چارو رئيس انجنیر سيد اسماعيل روحاني په مشرۍ چې د دغه وزارت د علمي برنامو پراختیا رئیس محترم انجنیر روح الله روحانی، مالي او حسابي رئيس عبدالباري خپلواک او د محصلانو خدماتو د انسجام آمر انجنير ویس الدين بریالي  یې هم ملتیا کوله، د هېواد په بیارغونه کې یې د تحصیلي نظام رول په اړه خبرې وکړې او د سرپل ولایت له مقام څخه يې وغوښتل، چې په یاد ولایت کې د لوړ زده کړو وزارت د پراختیایي او اصلاحي پلانونو په تطبيق کې لا ډېره همکاري وکړي.
ورپسې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن سرپل ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي د سفر قدرداني ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دغه ولایت لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پروژو او پروګرامونو د تطبيق په برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS