د لوړو زده کړو وزارت پلاوي سرپل ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د سرپل د لوړو زده کړو مؤسسې د پياوړتيا او معياري کولو په اړه خبرې وکړې.

نېټه: چهارشنبه ۱۹ محرم ۱۴۴۴
په دې لیدنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت په استازولۍ د خصوصي محصلانو چارو رئيس انجنیر سيد اسماعيل روحاني په مشرۍ چې د دغه وزارت د علمي برنامو پراختیا رئیس محترم انجنیر روح الله روحانی، مالي او حسابي رئيس عبدالباري خپلواک او د محصلانو خدماتو د انسجام آمر انجنير ویس الدين بریالي یې هم ملتیا کوله، د هېواد په بیارغونه کې یې د تحصیلي نظام رول په اړه خبرې وکړې او د سرپل ولایت له مقام څخه يې وغوښتل، چې په یاد ولایت کې د لوړ زده کړو وزارت د پراختیایي او اصلاحي پلانونو په تطبيق کې لا ډېره همکاري وکړي.
ورپسې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن سرپل ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي د سفر قدرداني ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دغه ولایت لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پروژو او پروګرامونو د تطبيق په برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.