د کابل پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
کابل پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی:
د روابط بین الملل ډېپارټمنټ (۲) بسته ۱ـ ښخینه او ـ ۱ بست د نارینه وو لپاره.
د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی:
د پشتو ډېپارټمنټ (۱) بست ـ نارینه وو لپاره.
دانجنیري پوهنځی:
د انرژي انجنیري ډيپارټمنټ (۱) بست ـ نارینه وو لپاره.
د سیول انجنیري ډيپارټمنټ ۲) بست ـ نارینه وو لپاره.
د ښکلو هنرنو پوهنځی:
د فوټوګرافي ډيپارټمنټ (۲) بست ـ نارینه وو لپاره.
د اداره او عامه پالیسي پوهنځی:
د عامه اداره ډېپارټمنټ (۱) بست ـ نارینه وو لپاره.
د پراختیا مدیریت ډيپارټمنټ (۱) بست ـ ښځینه وو لپاره.
د عامه پالیسي ډيپارټمنټ (۱) بست ـ ښځینه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸/ ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۲۷ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.