د وادي هلمند خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
وادي هلمند خصوصی لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د حقوقو او سیاسي پوهنځی:
د قضا او څارنوالي ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د اداره او دیپلوماسي ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د اقتصاد پوهنځی:
د مالي او بانکي ډيپارټمنټ (۴) بسته.
د قابلګي پوهنځی:
د عمومي ډيپارټمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۲۷ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.