د کابل پولي تخنيک پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
کابل پولي تخنيک پوهنتون د بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتوا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د جیولوجي او کانونو پوهنځی:
د هایدرو جیولوجي او جیولوجي انجنیري ډېپارټمنټ (۱) بست.
د کمپیوترساینس پوهنځی:
د NE شبکي انجنیري ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د IS معلوماتي سیستم ډيپارټمنټ (۳) بسته.
د CE کمپیوتر انجنیري ډيپارټمنټ (۱) بسته
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۶ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.