د بغلان پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
بغلان پوهنتون د درېيم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
فزیک ډېپارټمنټ (۱) بست.
د اقتصاد پوهنځی:
اداره او مدیریت ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د ادبیاتو او بشري علوموپوهنځی:
ژبې او اوزبیکي ادبیاتو ډيپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۴ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.