د زاول خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۵:۱۵
fhddx

Closing Date

زاول خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، وماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی:

    قضا او څارنوالۍ ډيپارټمنټ (۴) بسته.

    اداره او ډيپلوماسي ډيپارټمنټ (۴) بسته.

د معالجوي طب پوهنځی:

    عمومي ډيپارټمنټ (۱۲) بسته.

د اقتصاد پوهنځی:

    مالي او بانکي ډيپارټمنټ (۴) بسته.

د ستوماتولوژي پوهنځی:

    عمومي ډيپارټمنټ (۶) بسته.

د کمپیوټر ساینس پوهنځی:

    معلوماتي تکنالوژۍ ډيپارټمنټ (۴) بسته.

    نرم افزار ډيپارټمنټ (۴) بسته.

د بریجنګ سیستم پوهنځی:

    قابلګۍ ډيپارټمنټ (۴) بسته.

داوطلبان کولای شي، چې د  ۲۳ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۲۲ / ۱  / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.