د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا اوماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د اسلامي علومو پوهنځی:
د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ ( ۱۲ ) بسته - نارينه وو لپاره.
د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ ( ۱۱ ) بسته - ښځينه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۱۷ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.