د مریم پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۹:۳۸
sgsdfsdfg

Closing Date

د مریم پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی:

 د قضا او څارنوالۍ ډيپارټمنټ (۴) بسته.

د اداره او دیپلوماسۍ ډيپارټمنټ (۴)بسته.

 د اقتصاد پوهنځی:

 د مالي  ډيپارټمنټ (۴) بسته.

د اداره اوتجارت ډېپارټمنټ (۴) بسته.

د کمپیوتر ساینس پوهنځی:

 د معلوماتي ټکنالو‌ژۍ ډيپارټمنټ (۴)بسته.

د  نرم افزار ډيپارټمنټ (۴)بسته.

داوطلبان کولای شي، چې د ۶ / ۱۲ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۵ / ۱ / ۱۴۴۴  هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.