د کابل مستقبل خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !

Publish Date
Closing Date
د مستقبل خصوصی لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د حقوقو پوهنځی:
د اداره او دیپلوماسۍ څانګه ( ۴) بسته
د قضا او څارنوالۍ څانګه (۴) بسته
د شرعیاتو پوهنځی:
د اسلامي تعلیماتو څانګه ( ۴ ) بسته
د فقې او قانون څانګه ( ۴ ) بسته
د انجنیرۍ پوهنځی:
د سېول څانګه ( ۴ ) بسته
داوطلبان کولای شي، چې د ۷/۱۱/۱۴۴۳ څخه تر ۵ /۱۲/۱۴۴۳هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نومرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې د مستقبل خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.