د استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ ناسته ترسره شوه

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۹ - ۱۲:۲۸
د استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ ناسته ترسره شوه

د استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ ناسته ترسره شوه.


1400/8/ 19 چهارشنبه

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې ریاست د بورډ غړو په لومړي سر کې د یاد ریاست د سرپرست رییس په توګه ښاغلي شاکر وحیدي ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب او  موفقیت دعا وکړه.

ورپسې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې سرپرست رییس استاد شاکر وحیدي د پوهنتونونو د ارزونې، بیا کتنې او اعتبار ورکوونې د مخکینۍ طرحې په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې په پروسه کې د شاملو پوهنتونونو د بیا کتنې او ارزونې لپاره باید لازم اقدامات ترسره او چمتوالی ونیول شي.

همداراز په یاده ناسته کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکوونې د بورډ غړو لخوا د اجندا مطابق په ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS