د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ایران له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو خبرې وکړې

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۲ - ۱۱:۵۵
سرپرست وزارت تحصیلات عالی و سفیر جمهوری اسلامی ایران روی همکاری های دو جانبه علمی و اکادمیک صحبت نمودند

۱۴۰۰کال، د لړم ۱۲مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ایران له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو خبرې وکړې. 
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې چې د دغه وزارت معینانو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو په برخه کې د ایران له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې موږ د خپل هېواد د ابادۍ لپاره لاسونه رابډ وهلي او په دغه برخه کې د ایران اسلامي جمهوريت مرستو ته اړتیا لرو. 
هغه زیاته کړه، چې د ایران او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو، د بورسونو او په ایران کې د افغان مهاجرو د زده کړو او ستونزو د معلومولو لپاره به یو تخنیکي ټیم ایران ته لاړ شي  او د یادو  برخو  جزیات به راټول او د حل په موخه به یې د ایران هېواد له اړوندو  ادارو سره پرې په ګډه کار وشي. 
همدارنګه د ایران سفیر بهادر امینیان په تحصیلي برخه کې له افغانستان د مرستو د ژمنې تر څنګ وویل، چې موږ به د افغانانو لومړیتوبونو ته په کتو له تخنیکي ټیم سره  پوره همکاري وکړو او خپلې تحصیلي تجربې به هم له یاد ټیم سره شریکې کړو.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS