شیخ زاید پوهنتون کې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ښځو نړیواله ورځ د افغانستان مدني ټولنې په همکارۍ " په اسلام کې د ښځو حقونو، ځورونې او اذیت" تر عنوان لاندې ونمانځله.
غونډې ته د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي محمد داود بابکرخیل د اسلام له نظره د ښځې حقوقو او ارزښت په اړه خبرې وکړې، چې د قرآنکریم په ډیرو آیتونو کې د نارینه ترڅنګ د ښځې ذکر هم شوی دی. دا په ډاګه کوي چې اسلام څومره منزلت ښځې ته ورکړی هغه په نورو ادیانو کې نه لیدل کیږي.
د ښځو چارو ریاست په استازولۍ عین الله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او اذیت په راکمولو رڼا واچوله، چې محصلان یې په عامه پوهاوي کې ښه رول لوبولای شي.
همدا شان د ارشار، حج او اوقافو ریاست غړي مولوي سید قیوم سیدزوی د ښځو ازار او اذیت ته په اشارې وویل چې اسلام مقدس دین د ښځو پر وړاندې د دا ډول کړنو اجازه هیڅکله هم نه ورکوي.
هغه وویل چې د اسلامي احکامو په تطبیق کې باید د ټولنې وراسته عنعنات له پامه وغورځول شي. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رییس پوهنمل محمد ولید اسحقزي د ښځو میراث حق په تړاو وینا وکړه، چې د لور، خور، مور او په ټوله کې یې د ښځینهوو درناوی د آیت او حدیث په رڼا کې وړاندې کړ.
له دې سره د مدني ټولنو په استازیتوب نعمت الله کریمي پر رسنیو غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې د ازار او اذیت خلاف مخکښ رول ادا کړي.