شیخ زاید پوهنتون کې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

baqir_admin
أربعاء, مارس 10 2021 12:35 مساء
ل

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ښځو نړیواله ورځ د افغانستان مدني ټولنې په همکارۍ " په اسلام کې د ښځو حقونو، ځورونې او اذیت" تر عنوان لاندې ونمانځله.

غونډې ته د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي محمد داود بابکرخیل د اسلام له نظره د ښځې حقوقو او ارزښت په اړه خبرې وکړې، چې د قرآن‌کریم په ډیرو آیتونو کې د نارینه ترڅنګ د ښځې ذکر هم شوی دی. دا په ډاګه کوي چې اسلام څومره منزلت ښځې ته ورکړی هغه په نورو ادیانو کې نه لیدل کیږي.

د ښځو چارو ریاست په استازولۍ عین الله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او اذیت په راکمولو رڼا واچوله، چې محصلان یې په عامه پوهاوي کې ښه رول لوبولای شي.

همدا شان د ارشار، حج او اوقافو ریاست غړي مولوي سید قیوم سیدزوی د ښځو ازار او اذیت ته په اشارې وویل چې اسلام مقدس دین د ښځو پر وړاندې د دا ډول کړنو اجازه هیڅکله هم نه ورکوي.

هغه وویل چې د اسلامي احکامو په تطبیق کې باید د ټولنې وراسته عنعنات له پامه وغورځول شي. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رییس پوهنمل محمد ولید اسحق‌زي د ښځو میراث حق په تړاو وینا وکړه، چې د لور، خور، مور او په ټوله کې یې د ښځینه‌وو درناوی د آیت او حدیث په رڼا کې وړاندې کړ.

له دې سره د مدني ټولنو په استازیتوب نعمت الله کریمي پر رسنیو غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې د ازار او اذیت خلاف مخکښ رول ادا کړي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS