غزني پوهنتون لپاره د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړتیا وړ اداري او د لیلیې وسایل وپېرل شول

و وسایلو کې ۱۱۰ قلمه د اړتیا وړ الکترونیکي وسایل لکه؛ لپټاپ او ډیسټاپ کمپیوټرونه، ساده او رنګه پرینټرونه، اداري وسایل لکه؛ قرطاسیه (سپین کاغذونه، قلمونه)، میزونه، چوکۍ او د لیلیې د تجهیز وسایل، د آشپزخانې وسایل او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي. د یاد پوهنتون مسؤلین وایې چې دې وسایلو سره به د پوهنتون په اداري او علمي چارو کې د پام وړ بدلون راشي او ورځني کارونه به لا چټک او منظم شي. د یادونې وړ ده چې په دغه پوهنتون کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د څو لویو او کوچنیو پروژو کارونه عملاً جریان لري، چې ډېر ژر به ګټې اخیستني ته وسپارل شي.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۲مه
۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۴مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۲۳مه