د افغان نړیوال اسلامی پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا!

Closing Date
د افغان نړیوال اسلامی پوهنتون د لومري ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د زراعت پوهنځی؛
• د اګرانومي دیپارټمنټ (۱) بست.
• د حیواني تغذیه او تولید دیپارټمنټ (۱) بست.
• زراعتي اقتصاد او د کلیو پراختیا دیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۳۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۶/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.