د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
فراه لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د عامه اداري او پالیسي پوهنځی؛
• د عامه اداري ډیپارټمنټ (۱) بست.
• د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۷/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.