د جوزجان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۰:۵۵
,mxcnvxcnv,mcx

Closing Date


جوزجان پوهنتون درېيم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د کیمیاوي صنایعو انجنيري پوهنځی؛
•     غذایي انجنیري ډیپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل . 

د ټولنیزو علومو پوهنځی؛
•     ترکي ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ(۱) بست. څلورم ځل. 

داوطلبان کولای شي، چې د  ۳/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۱۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.