د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
کابل پوهنتون د دویم او درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یالېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کرهنې پوهنځی؛
•حیواني علومو ډيپارټمنټ (۱) بست. درېيم ځل لپاره.
د ښکلو هنرونو پوهنځی؛
* نقاشي ډیپارټمنټ (۱) بست دوییم ځل لپاره.
د کیمیا پوهنځی؛
* عمومی او غيرغضوي کیمیا ډیپارټمنټ (۱) بست. درېيم ځل لپاره.
د بیولوژي پوهنځی؛
•زولوژي ډیپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل لپاره.
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ پوهنځی؛
•انګلیسي استاد ډیپارټمنټ (۱) بست. درېيم ځل لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۱۰/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.