د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
کابل پولي تخنیک پوهنتون بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ټرانسپورټي ودانيو انجنیري پوهنځی؛
• اوسپنې پټلې ډيپارټمنټ (۱) بست.
د کیمیاوي صنایعو انجنیري پوهنځی؛
• کیمیاوي انجنیري ډيپارټمنټ (۲) بسته.
کمپیوټر ساینس پوهنځی؛
• کمپیوټر انجنیري ډيپارټمنټ (۳) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۱/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.