د غزني پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
غزني پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍاو لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی؛
•دري دیپارټمنټ (۱) بست.
•عربي ډیپارټمنټ (۱) بست.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•تاریخ ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
•معلوماتي ټکنالوژي ډیپارټمنټ (۱) بست.
د اقتصاد پوهنځی؛
• مالی او بانکی ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کرنې پوهنځی؛
•اقتصاد او کرنېزي پراختیا ډیپارټمنټ (۱) بست.
•حیواني علومو دیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.