د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۶:۴۶
11452SASA

Closing Date


سمنګان لوړو زده کړو مؤسسه درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•     ریاضي ډیپارټمنټ (۲)  بسته .
•     کیمیا ډیپارټمنټ (۱)  بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.