All News

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۴:۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د تضمین کیفیت د پنځم معیار د تشریح په موخه د مرکزي پوهنتونونو له رئیسانو او مرستیالانو سره غونډه وکړه.

د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د دغې غوندې په ترڅ کې د علمي برنامو د بیاکتنې، د علمي برنامو کلنۍ څارنې، د علمي برنامو دوره یي بیاکتنې او د عملیاتي پلان په اړه معلومات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۴:۲۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست څخه د یاد معینیت اړوند ادارو لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونې واورېدې.


د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، په داسې حال کې چې اړوندو رئیسانو هم حضور درلود، د هېواد تحصیلي بنسټونو اړوند علمي، اداري او مالي برخو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۲:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل.


په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په کابل، کندهار او بامیان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۲:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل.


په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې  کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو ته مو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۵:۱۱
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون سره د برېښنايي کتابتون، کمپيوټر لب او انټرنېټ په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له نوموړي پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۱۰
Background image

د عامې روغتيا سرپرست وزير په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د یو باب کلینیک جوړولو او یو عراده امبولانس ورکولو د مرستې ژمنه وکړه. 


یاده ژمنه د عامې روغتيا سرپرست وزير مولوي نورجلال جلالي او د ازموينو ملي ادارې مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۴:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کارونو تعقیب ځانګړې رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه. 


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د رهبري شورا غړو ته د تېر لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ، خوښي وښوده چې د اختر مبارکې ورځې د امن په فضاء کې او له کومې ستونزې پرته پای ته ورسېدې.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۷:۴۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د وزارت له کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې خپلو کارونو ته زیاته پاملرنه وکړي او د نن کار سبا ته پرېنږدي.


د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په هغه کتنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت له کارکوونکو سره یې درلوده، د کارکوونکو د کاري چارو پر دقت او چټکتیا ټینګار وکړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۵:۳۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بریتانوۍ ټایمز لوړو زده کړو مجلې په «غوره پوهنتونونه چې په ۲۰۲۴ کې د اقلیمي بدلون کمول رهبري کوي» درجه بندۍ کې ۱۰۱ام مقام خپل کړ.


په دغې درجه بندۍ کې چې له ۱۰۳ هېوادونو څخه ۹۲۴ پوهنتونونو ګډون درلود، د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۰۱ام ځای خپل کړ.
ټایمز لوړو زده کړو مجله (Times Higher Education) یو بریتانوۍ مجله ده. . .

Pagination

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements