د لوړو زده کړو وزارت د کارونو تعقیب ځانګړې رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه. 

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۴:۲۷
gffdgdfgdf


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د رهبري شورا غړو ته د تېر لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ، خوښي وښوده چې د اختر مبارکې ورځې د امن په فضاء کې او له کومې ستونزې پرته پای ته ورسېدې.
نوموړي د کارونو جدي تعقیب ته په اشارې سره وویل: «موږ د الله تعالی په سخت امتحان کې یو او د راته سپارل شویو مسؤلیتونو پوښتنه راڅخه کېږي.» هغه مسؤلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ویې ویل چې د روان کال د ورځنیو چارو تر څنګ باید مهم کارونه په جدي ډول تعقیب او په ښه توګه پای ته ورسیږي. 
وروسته له اجنډا سره سم د رهبري شورا غړو له لوري په تحصیلي بنسټونو او مرکزي ادارو کې د مهمو او بنیادي کارونو د عملي چارو پر ارزونې، تعقیب، له نورو وزارتونو او ادارو سره د هوکړو پر عملي اړخ، د پوهنتونونو تجهیز او ستونزو ته یې رسېدنه، د نوښتګرو محصلینو لپاره د نوښت زمینه برابرول، د استادانو ظرفیت لوړونه، د علمي کنفرانسونو پایلو او په هېواد کې د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کولو په اړه بحثونه وشول، د موضوعاتو د تعقیب لپاره کمېټې جوړې شوې او مسؤلینو ته دندې وسپارل شوې چې اړوندې چارې جدي تعقیب کړي. 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS