په کابل پوهنتون کې د امارتي تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو لپاره درې ورځنی دیني – علمي سیمینار پای ته ورسېد.

یاد سیمینار د ځان، محصلینو او نظام پر وړاندې د استاد او داعي د مسؤلیتونو په موخه جوړ شوی و، چې د هېواد ټولو امارتي تحصیلي بنسټونونو څخه ۶۳۷ د اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغلینو ګډون پکې کړی و.
د یاد سیمینار په اختتامیه مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد سیمینار موخه د محصلینو سالمه فکري او عقیدوي روزنه یاده کړه او له استادانو یې وغوښتل چې د یاد سیمینار غوښتنې خپلو پوهنتونونو ته ورسوي او مثبت بدلون رامنځته کړي.
نوموړي استادانو په خپلو منځونو کې فکري یووالي ته راوبلل او ویې ویل چې د استادانو درسي مواد باید له یوبل سره په ټکر کې نه وي او ځوان استادان مکلف دي چې له مشرانو استادانو سره مشورې وکړي او خپل استعدادونه لوړ کړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له استادانو وغوښتل چې په پوهنتونونو کې د نورو ډلو فعالیت ته اجازه ورنکړي او محصلینو ته د دې تشه پرې نږدي چې په نورو ډلو پسې ولاړ شي.
وروسته د ا.ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند پیغام ولوست.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل: «اسلامي ثقافت داسې مضمون دی، چې د محصل دنیا او اخرت ورپورې تړلي دي.» نوموړي له استادانو او مبلغینو وغوښتل چې په خپل ځان کې داسې صفات او اخلاق پیداکړي، چې محصلین ترې متأثره شي او تقلید یې وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت په دې سیمینار کې د ا.ا.ا د مشرانو، استادانو د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو له ګډون او د تنظیمونکو له خدماتو څخه مننه وکړه.
د سیمینار په پای کې د ننګرهار پوهنتون مختلفو پوهنځیو هغو څلورو تنو محصلینو ته د دستار فضلیتونه ور پر سر شول، چې په یاد پوهنتون کې یې د قرانکریم حفظ کړی و.
د یادولو وړ ده چې د سیمینار په درېیمه ورځ هم له اجڼدا سره سم د خوست ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث مولوي افضل حسین، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د دعوت او ارشاد عمومي رئیس شیخ محمد هاشم حقاني په اړوندو موضوعات خبرې وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.