په وردګ لوړو زده کړو مؤسسه کې د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ترمیماتي پروژې پرانیسته وشوه.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۰:۷
fgsdgbc

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنيار حميدالله عمري د غونډې  ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ترميماتي پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه چې ياده ترميماتي پروژه کې د مسجد ترميم، د مسجد د تشنابونو سفتیک، ۲۰۰۰ میوه لرونکو ونو د ساتنې لپاره ۷۵۰ متره جالۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي د ځینو اطاقونو پارټېشن، د پوهنتون لوحه، د موټرو تم ځای او ځینې نورو ځایونو ترمیمول شامل دي، چې د (۴۴۷۹۹۹۰) افغانيو په لګښت به د دوو میاشتو په موده  کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

په غونډه کې د ولایت والي الحاج حافظ محمد امين عمري، ورسره پلاوي، د پوهنتون رئیس، آمرينو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود، چې په پای کې غونډه په پټۍ پرېکولو او دعاء لوستلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۹هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۳هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۴م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS