په لوړو زده کړو وزارت کې د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو ته مرستې راټولې شوې.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۷:۱۱


نن د لوړو زده کړو سرپرست وزیرشیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم صاحب  په سپارښتنه د دغه وزارت معینانو، د مرکزي ادارو رئیسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو څخه د هېواد په لوېدیځ، په ځانګړي ډول بادغیس او هرات ولایت کې د زلزلې ځپلو لپاره نغدي مرستې راټولې شوې. 
د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي ادارو مسؤلینو او کارکوونکو پکې ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په هېواد کې د وروستۍ زلزلې په اړه وویل: «د الله تعالی له لوري پر انسانانو په بېلابېلو بڼو امتحانونه راځي، خو موږ باید پر ټولو مصیبتونو او امتحانونو صبر وکړو او د الله تعالی له طرفه یې وبولو.»  
نوموړي زیاته کړه چې زلزلې او نور مصیبتونه د قیامت له نښو څخه دي او کله چې په ځمکه کې فساد ډېر شي د الله تعالی له لوري ډول ډول عذابونه رانازلیږي. هغه وویل چې موږ باید استغفار ووایو، توبه وباسو او له ګناهونو لاس واخلو. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې په هرات ولایت کې د زلزلې ځپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي او په دې برخه کې خپله دیني او ملي وجیبه اداء کړي.
د ناستې په پای کې د زلزلې له امله ټولو شهیدانو ته دعاء وشوه او د مسؤلینو او کارکوونکو له لوري په صندوقونو کې نغدي صدقات واچول شول. 
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په سپارښتنه د هېواد په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د هرات زلزلې ځپلو لپاره د مرستو راټولولو صندوقونه اېښودل شوي او صدقات راټولیږي.  

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS