په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې، په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا تر نامه لاندې دوه ورځنی ملي کنفرانس دایر شو

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۳۸
Iwjnsjdkemnxns

 

د دغه کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چې د امارتي تحصیلي نهادونو ترڅنګ، خصوصي تحصیلي نهادونو هم د علمي کنفرانسونو لړۍ پیل کړې ده.

 

 نوموړي په پوهنتونونو کې پر علمي څېړنو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «د هېواد د لوړو زده کړو په څه باندې ۹۰ کلن تاریخ کې علمي څېړنو ته پاملرنه نه وه شوې.»

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې یاد وزارت په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو د پراختیا او ودې هوډ لري او دې لپاره منظم پلان په پام کې لري. 

 

یاد کنفرانس ته د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري ۷۱ مقالې رالېږل شوې وې، چې ۶۴ یې د علمي بورډ له لوري تائید او په ټولګو کې چاپ شوې او ۴۰ مقالې د دغه کنفرانس په دوو ورځو کې وړاندې شوې. 

 

په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس موخه په تحصیلي نهادونو کې د څېړنو بنسټیز کول، د څېړنو ارزښت او اړتیا په نښه کول او په مختلفو برخو کې له سکتوري ادارو سره د څېړنو شریکول دي. 

 

د کنفرانس په پای کې د کنفرانس مسؤلینو له لوري په هېواد کې د څېړنو پراختیا، معیاري کولو او د څېړنو لپاره د امکاناتو برابرولو اړوند وړاندیزونه وړاندې کړل او ګډونوالو ته تصدیق پاڼې او تندیسونه ورکړل شول. 

 

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار، شیخ زاید، پکتیا، کابل ښوونې او روزنې، بدخشان، کندز او تخار پوهنتونونو کې په بېلا بېلو موضوعاتو ملي او نړیوال کنفرانسونه دایر شوي او په نیږدې راتلونکي کې به د افغانستان د ځان بسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس د کندهار د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې دایر شي.  

 

 نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶ هـ ق، د جمادی الاول ۱۸مه 

۱۴۰۳ هـ ش د عقرب ۳۰ مه

 ۲۰۲۴م د نوامبر ۲۰مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS