ننګرهار پوهنتون کې څلورو مهمې پروژې پرانیستل شوې

Azizorayakhel.admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۴:۴۴
ش

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته په یوه کاري سفر کې، د ننګرهار پوهنتون د څلورو مهمو پروژو پرانیسته وکړه.

په دغه پروژو کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د نجونو لیلیه، د تدریسي روغتون د ولادي- نسايي څانګې ودانۍ، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي کمپیوټر لېب او د ډاکټر ناکامورا په نوم تفریحي پارک شامل دي، چې د ۴۷ میلیونه او۶۲۰ زره افغانیو په لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودیجې او هندوستان هیواد په مالي مرسته جوړې شوې دي، ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوې.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت ننګرهار پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ننګرهار پوهنتون د هېواد د سترو پوهنتونونو له ډلې یو مهم او ستراتېژیک پوهنتون یاد کړ او ددې پوهنتون په وروستیو پرمختګونو یې د خوښۍ څرګندونه وکړه.

نوموړي د اسلامي ثقافت مضمونونو د انلاین کورسونو د ثبت او په نورو برخو کې د ننګرهار پوهنتون له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون د شته ستونزو د حل په برخه کې به اړین اقدامات ترسره کړي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له ۲۰۰۲ کال راهیسې د لوړو زده کړو وزارت فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: «په تیر کې د لوړو زده په برخه کې د کمیت له پلوه په دولتي او خصوصي برخو کې کافي کار شوی، خو د کیفیت په برخه کې جدي او مؤثره ګامونو اخیستو ته اړتیا ده چې له نیکمرغه اوسمهال دغه موضوع د لوړو زده کړو وزارت په لومړيتبونو کې ځای لري

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر څرګنده کړه، چې د لوړو زده کړو سیسټم د پرمختګ په موخه يې خپل فعالیتونه په مختلفو برخو ویشلي، چې پکې د نصاب پراختیا او معیاري کول، معیاري څیړنې، د پوهنتونو استادانو لپاره پر هیواد دننه او بهر د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو زمینې برابرول، د تشکیلاتي سیسټم اصلاح، د خصوصي لوړو زده کړو تحصیلي خدمتونو معیاری کول، د دایمي استادانو لرل او د شمولیت کانکور ازموینې له لارې په شفاف ډول د ځوانانو جذبول شامل دي.

ش

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره معلومات شریک کړل.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون په دې وروستیو کې په علمي او رغنیزه برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري، چې د پوهنتون په ځینو پوهنځیو کې د فوق لیسانس پروګرامونو او یو شمېر ډیپارټمنټونو ایجاد، د نصاب او کریکولم اصلاح، د تضمین کیفیت پروسې تطبیق، د استادانو او محصلانو د ظرفیتونو لوړول، د ازموینو سیستم اصلاح او په رغنیزه برخه کې د پوهنتون داخلي سرکونو پخول، د نجونو محصلینو لپاره د دوه لیلیو، اداري بلاک، د اقتصاد پوهنځي وداني، د تدریسي روغتون ولادي- نسایي څانګې وداني، تفریحي پارک، زرګونه نیالګي کېنول، جامع مسجد او د دوه کمپیوټر لیبونو جوړېدل يې د بېلګې په توګه یادولی شو.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند په ننګرهار پوهنتون کې د یادو شویو پروژو په پرانستلو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ننګرهار پوهنتون په بیلابیلو څانګو کې پیاوړي کادرونه لري، چې کیدای شي د دغو استادانو یو بورد جوړ او د ننګرهار ولایت د برنامو د ښه تطبیق او پراختیا په موخه د هغوی له علمي نظریو او لارښونو ګټه واخیستل شي.

ش

د غونډې په پای کې د ننګرهار ولایت مقام او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او استادانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ته د نوموړي د ښو خدمتونو او هلو ځلو د تقدیر په موخه د اعزاز پګړۍ په سر کړه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS