ننګرهارپوهنتون کې د کابل پوهنتون غمیزې شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره شول

د کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید د شهیدانو د فاتحې مراسم د ننګرهار پوهنتون د ادارې، استادانو او محصلانو له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې ترسره او د سولې مرکز غړو د قرانکریم په ختم سره د شهیدانو اروا ته د دعا لاسونه لپه کړل.
په يادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو برخه واخیسته.
د فاتحې ګډونوالو پر پوهنتون او محصلینو برید په علم او پوهې برید وباله او د یاد وحشیانه عمل د غندنې تر څنګ یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مسؤلینو او غړو محصلینو له خوا د قرانکریم ختم ترسره شو او د پېښې شهیدانو ته یې د دعا لاسونه لپه کړل.