لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون نجونو او هلکانو د لیلیو حالت څارنه وکړه

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د کابل پوهنتون د ښځینه او نرینه شپېځایونو وضعیت وپلټه او وارزاوه او د زدکړیالانو ستونزې یې واورېدلې.
په دغه پلټنه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د کابل پوهنتون مشر پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري او د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون یوشمېر استازو هم شتون درلود.
د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د یادو شپېځایونو د بېلابېلو برخو په تېره بیا د شپېځایونو د پخلنځیو او خوړنځیو د پلټنې تر څنګ د ښځينه او نرینه شپېځایونو شاملو زدکړیالانو سره په جلا لیدنو کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدلې.
ښاغلي دوکتور عباس د لوړو زده کړو وزارت اصلاحي او اکاډمیکو پروګرامونو ته په اشارې سره وویل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې د خپلو مالي اسانتیاوو په پام کې نیولو سره د شپېځایونو وضعیت لا ښه کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت له څه مودې راپدې خوا د هېواد تحصیلي بنسټونو پر مالي او اکاډمیکې خپلواکۍ کار پیل کړی چې په پلي کېدو به یې د هېواد پوهنتونونه وتوانېږي چې له خپلو عایداتي سرچینو څخه چې په دغو بنسټونو کې دي، خپل لګښتونه لاس ته راوړي.
د لوړو زده کړو وزیر د ښځينه او نرینه شپېځایونو د زدکړیالانو د ستونزو او غوښتنو په برخه کې هدایت ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له ښکېلو برخو څخه یو ګډ پلاوی جوړ شي او د یادو شپېځایونو ټولې ستونزې له نږدې وپلټي او راپور یې د لوړو زده کړو وزارت له مقام سره شریک کړي.
هغه همدارنګه له زدکړیالانو وغوښتل چې د علم او پوهې د لاسته راوړلو تر څنګ ملي یووالي، ګډ ژوندانه او یو بل منلو ته هم کلکه پاملرنه وکړي او دغه روحیه تر زده کړو وروسته په خپلو کورنیو او ولایتونو کې پیاوړې کړي او وده ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون په نرینه شپېځایونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ زدکړیالان او په ښځینه شپېځایونو کې شاوخوا ۱۶۰۰ زدکړیالانې د شپېځای له خدمتونو څخه ګټه اخلي.