لوړو زده کړو وزارت په ۱۱ تحصیلي بنسټونو کې د ۱۸۰ اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخیسته

لوړو زده کړو وزارت کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د ننګرهار، لغمان، پکتیا، د کونړ سید جمالدین افغاني، غزني او غزني تخنیکي پوهنتونونو، د ننګرهار دیني جامعې، د نورستان، لوګر، پکتیکا او میدان وردګ لوړو زده کړو مؤسسو ۱۸۰ اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه له لوري ټاکل شوې کمېټې په یادو تحصیلي بنسټونو د درېیم، څلورم او پنځمو خالي اداري بستونو ازموینه په اړوندو زونونو او پوهنتونونو کې واخیسته.
د لوړو زده کړو وزارت حقوقي سلاکار او د دغه وزارت د ازموینو کمېټې مشر شیخ عبدالله سیحان ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او ورته ویې ویل چې د ټاکل شوې کمېټې له لوري به د ازموینې ګډونوالو پارچې کتل کېږي او وړ کسان به خالي بستونو ته لار پیداکوي.