د ۱۴۰۰ مالي کال له پاره د هرات پوهنتون د اعاشوي توکو د قرارداد خبرتیا

Akmal_admin
jh

Publish Date

Closing Date

Location کابل

د ۱۴۰۰ مالي کال له پاره د هرات پوهنتون د اعاشوي توکو د قرارداد خبرتیا د قرارداد عنوان: (د هلکانو او نجونو د ليليو، د وړکتون د ماشومانو، اعاشوي توکي، د ليليو د محصلينو او وړکتون د ماشومانو د خوړو د پخولو له پاره مايع ګاز او د هرات پوهنتون د رياست د داخلي تشکيل د وسایطو د لګښت له پاره پټرول او ډيزل

د قرارداد شمېره: (MOHE/HU/G-001-002-003-004-005-006-007/1400)

د هرات پوهنتون رياست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې (حبوبات او درمل، وچه ډوډۍ، روټ، مېوه او ترکاري، تازه مايع شيدې، هګۍ او مستې، د غوايه سره غوښه او د پسه غوښه، د وړکتون د ماشومانو او ليليې د محصلينو له پاره د ليليو د محصلينو او وړکتون د ماشومانو د خوړو د پخولو له پاره مايع ګاز او د هرات پوهنتون د رياست د داخلي تشکيل د وسایطو د لګښت له پاره پټرول او ډيزل)) د ۱۴۰۰مالي کال له پاره ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې ټاپه شوې نسخه په سافټ توګه په وړيا ډول ترلاسه کړي او په شرطپاڼه کې راغلو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او عامه کړنلارې سره سم خپل افرونه په تړلي ډول د خبرتيا له خپرېدو څخه بيا د ۱۳۹۹/۱۰/۰۸ نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې د هرات پوهنتون د تهیه، تدارکاتو او خدمتونو امريت لومړي پوړ ته وړاندې کړي، وروسته راغلي او انټرنيټي افرونه نه منل کېږي. د خوړو او درملو د افر تضمين (۳۱۵۰۰۰) افغانۍ، د وچې ډوډۍ او روټ د افر تضمين (۳۳۰۰۰۰) افغانۍ، د مېوې او ترکاري د افر تضمين (۱۱۶۰۰۰) افغانۍ، د مايع شيدو، مستو او هګيو د افر تضمين (۱۱۸۰۰۰) افغانۍ، د غوايه د سرې غوښې او پسه د غوښې د افر تضمين (۱۶۸۰۰۰) افغانۍ، د مايع ګاز د افر تضمين (۵۲۰۰۰) افغانۍ، د ډيزل او پټرول د افر تضمين (۳۴۰۰۰) افغانۍ، نقدي پيسې دي او د مايع ګاز او وچې ډوډۍ د افر پرانيستې ورځ د ۱۳۹۹/۱۰/۸ د دوشنبې ورځ سهار ۱۰ بجې، د مايع شيدو، مستې او هګۍ، ترکاري، د غوايه سره غوښه او د پسه غوښه، د ډيزل او پټرولو د ۱۳۹۹/۱۰/۸ د دوشنبې ورځ د ماسپښين ۲ بجې د هرات پوهنتون د تهیه، تدارکاتو او خدمتونو د رياست په دفتر کې جوړېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders