د ( ۱۰۵) قلمه، قرطاسيه، يو باب رنګ ، يو باب پرنټر ، يو باب د فوټو کاپي د ماشينونو رنګ او د تنظيفاتي توکو د تهيه او تدارک پروژه چې د کابل پوهنتون رياست د ۱۴۰۱ کال لپاره ضرورت لري.

Akmal_admin
a

Publish Date

Closing Date

Location کابل

تدارکاتي اعلان!

د فورم شمېره P _ 01

د ( ۱۰۵) قلمه، قرطاسيه، يو باب رنګ، يو باب پرنټر، يو باب د فوټو کاپي د ماشينونو رنګ او د تنظيفاتي توکو د تهيه او تدارک پروژه چې د کابل پوهنتون رياست د ۱۴۰۱ کال لپاره ضرورت لري.

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون رياست ټولو په شروطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د ( ۱۰۵) قلمه قرطاسيه، يو باب رنګ، يو باب پرنټر، يو باب د فوټو کاپي د ماشينونو رنګ او د پاکولو توکو د تهيه او تدارک پروژه چې د ۱۴۰۱ کال د کابل پوهنتون ریاست د MOHE/KU/1401/002/MCB د تشخیصيه نمبر لرونکي پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې کاپي او اړونده آفر په فلش کې د کابل پوهنتون د رياست د تهيه او تدارک آمريت د قراردادونو له مديريت څخه ترلاسه او خپل آفر دې د شرطنامې د شروطو او د تدارکاتو د قانون مطابق بند سر د اعلان له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته د سهار په لسو بجو د تهيه او تدارک آمريت د قراردادونو مديريت ته چې د کابل ښار، درېيمه ناحيه، کارت سخي، جمال مينه د علي آباد شفاخانې ته مخامخ واقع دی، وسپاري.

ناوخته رسیدونکي او انټرنيټي وړاندېرونه د منلو وړ نه دي.

په دې تړاو جوړېدونکې جلسه به د شرطنامې د نيټې مطابق د سهار لس بجې کابل پوهنتون رياست، د موټرو پخواني پارکينګ د پوسته خانې دهليز ښې طرف ته څلورم نمبر اطاق د تهیه او تدارک په آمريت کې دايرېږي.

د (۱۰۵) قلمه قرطاسیه او د تنظيفاتي توکو د آفر تضمين بانکي سند (ګرنټي حساب) ( ۹۱۰۴۵۴) نهه لکه لس زره او څلور سوه څلور پنځوس افغانۍ کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د پروژې عنوان: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په دویم پوړ کې د (۳۰) بابه تشنابونو د جوړنې پروژه. 
نېټه: ۱۲/۱/۱۴۴۴  
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: :  KEU/W-01/NCB-1401
د کابل ښوونې او روزنې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۰:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د پروژې عنوان: د وزارت مرکزي دفتر امنیتي کېمرو لپاره د (UPS Inverter) پیرود پروژه.
د داوطلبۍ شماره: MOHE/1401/G-017
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د وزارت مرکزي شبکې لپاره د فایروال د اخیستلو او نصبولو پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-016
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د . . .

Back to tenders