د کندهار لپاره تخصصاتو کې د دویمې مرحلې نوم لیکنې خبرتیا!

د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست د کندهار مرکز د ۱۴۴۳ هـ.ق کال لپاره لاندې تخصصاتو کې (د ماسټرۍ په سویه) محصلان او فاضلان مني.
۱ـ د حدیث او علوم حدیث تخصص.
۲ـ د افتاء او قضاء تخصص.
د يادو تخصصاتو د ماسټرۍ پروګرام نوم لېکنه سر له نن دوشنبې ورځ د ۱۴۴۳ هـ ق کال د شوال ۲۹ نېټې څخه پېل او د ذي القعدې ۲ مې نېټې د چهارشنبې تر ورځې له سهار اتو تر مازديګر څلورو بجو به دوام وکړي او تحریري ازموینه به د ذي القعدې په ۳ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سهار پر لسو بجو اخیستل کېږي.
د تخصصاتو (ماسټرۍ) پروګرامونو لپاره د محصلانو او فاضلانو د قبلېدو شرطونه په لاندې ډول دي:
۱. د معتبرو ديني جامعاتو د دوره حديث سند درلودل.
۲. د شرعیاتو د لېسانس او یا یې معادل سند درلودل (چې د دارالعلوم د دوولسم یا څوارلسم له فراغته وروسته شرعیاتو کې شامل شوی وي).
۳. د دوره حدیث او لېسانس دورې اسنادو اصلي او کاپي یې دواړه له ځان سره راوړل.
۴. د لېسانس دورې لږ تر لږه ۷۵ فیصدي درلودل.
۵. د تابعيت تذکره او دوه قطعې نوي انځورونو درلودل.
يادونه: د يادونې وړ ده، چې د پورته تخصصاتو لپاره لومړۍ مرحله عمومي ازموينه اخېستل شوې، د پاتې فاضلانو لپاره د چانس په موخه متفرقه او دویمه مرحله ازموینه دایرېږي، وخت او تعداد محدود دی.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په دغو شمېرو اړېکه نیولی شئ!
اړېکشمېرې:
0789118053
0703697018
پته: کندهار، نوې عینو مېنه، د ماهیانو فواره، ۳۰ او ۳۱ نمبر سړک پای، د احمد ولي خان مکتب او مدرسه.