د کابل پوهنتون د طبیعي علومو نړیوال ژورنال پرلیکه (آنلاین) شو

ameen_admin
sfuhifsdiusdf

 

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو د نړیوال ژورنال (Kabul University Journal of Natural Science Review) لومړۍ ګڼه، چې د کرنې او ټکنالوژۍ په برخه کې د  کورنیو او بهرنیو لیکوالانو پنځه مقالې لري، پرلیکه شوه. د دې ګڼې ټولې مقالې په ګوګل سکالر کې انډيکس شوې دي.
کابل پوهنتون، چې له نږدې اتو لسیزو راهسې یې « د کابل پوهنتون علمي مجله» په نامه چاپي خپرونه کې کورنۍ علمي- څېړنیزې مقالې خپرولې، په دې وروستیو کې د طبیعي او ټولنیزو علومو په نامه دوه جلا مجلې تأسیس کړې او بل ګام یې د نړیوال انلاین ژورنال خپراوی دی. 
د کابل پوهنتون رهبري ژمنه ده، چې د څېړنو او نوښت معاونیت له لارې دا لړۍ لا وغځوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د طبیعي علومو نړیوال انلاین ژورنال د نړۍ په غوره علمي ژورنالونو کې راشي.
ژورنال ته د لاسرسي لپاره لاندې لینک کیکاږئ.
https://kujnsr.com/index.php/JNSR/issue/view/1

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۷:۲۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینو د پایلو اعلان په  اړه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست خبرتیا!


په پام کې ده چې نن د روان کال، د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه، د لوړو زده کړو وزارت د عالیې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموینو پایلې، چې د ۸/۷/۱۴۴۵هـ ق، نېټه اخیستل شوې وې، اعلان کړي. 
نو ټولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

Back to announcements