د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوښتګرو محصلینو خپل نوښتونه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین په حضور کې وړاندې کړل. 

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۴:۳۴
11222245555555


د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو د همغږۍ ریاست په همغږۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون مختلفو پوهنځيو محصلینو د ډرون او جېټ الوتکو، د ککړې هوا د مخنیوي او کرنې اړوند خپلې پروژې او نوښتونه وړاندې کړل. 
د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رئیس او د محصلانو معینیت سرپرست استاد حامد یعقوبي د یادو محصلینو نوښتونه وستایل، هغوی یې خپلو کارونو ته وهڅول او ډاډ یې ورکړ چې لوړو زده کړو وزارت به په لوړه کچه د کارونو زمینه ورته برابره کړي.  
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو د همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي وویل چې د هېواد ټولو تحصیلي بنسټونو نوښتګر محصلین به راټولوي او د هغوي له نوښتونو او اختراعاتو څخه به ګټه اخلي. 
همدارنګه یادو محصلینو د لوړو زده کړو وزارت پر هڅونې خوښي وښوده او د لا نورو نوښتونو لپاره یې د وسایلو برابرولو غوښتنه وکړه. 
نېټه: چهارشنبه
۵/۷/۱۴۴۵هـ ق ۲۷/۱۰/۱۴۰۲هـ ش ۱۷/۱/۲۰۲۳م

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS