د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د فوټسال سیالیو دولسم پړاو نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۴:۵۲

د یادو مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون رئيس پوهاند انجينر عبدالرشيد اقبال د دغو سياليو له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه نورې لوبډلې د فوټسال په جدول کې شاملې شوې دي، چې دا له ورزش سره د ځوانانو لېوالتيا ښيي. 

هغه همداراز ورزشکاران د ورزشي اخلاقو مراعات کولو ته وهڅول او ویې ویل، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هغه څه ډډه ونکړي، چې د دوی په وس او توان کې وي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي هم د ځوانانو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د سپورت په ګټو او پر بدن او ذهن یې د اغیزو په اړه خبرې وکړې.

په مراسو کې همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ آمر قاضي کلیم الله محمدي سپورت په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ورزشکارانو ته یې په خطاب کې وویل: « که نیت مو ښه وي؛ د هر ګام په بدل کې به چې تاسو یې په دې لار کې اخلئ ثواب درکړل شي». 

نوموړي دغه راز وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکارانو د وړانديزونو پر بنسټ د ورزشي وسايلو ٢١ توکي چمتو کړي، چې ډېر ژر به د هېواد د پوهنتونونو د ورزش آمریتونو ته وسپارل شي.

د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزش آمر احمد فايق ضيايي د معلوماتو له مخې، د دغه پوهنتون د فوټسال سياليو په دولسم پړاو کې له اتو پوهنځيو څخه لسو لوبډلو برخه اخيستې او ټاکل شوې چې دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال په دې سياليو کې اته لوبډلو ګډون کړى و، چې په يوولسم پړاو کې لومړى مقام د جيولوژي او کانونو پوهنځي لوبډلې ګټلى و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS