د کابل پولي تخنیک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کابل پولي تخنیک پوهنتون ټولو شرایطو بشپړونکو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه توګه د ۱۳۹۹ کال د جنراتورونو او نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د دوه ډوله تیلو (دیزل، پطرول) چمتو کولو لپاره ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل دې په وړیا ډول په فلش یا ډیسک کې تر لاسه کړي .
خپل افرونه دې د شرطپاڼې او د قانون او تدارکاتو طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه د اعلان خپرېدو نيټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د کابل پولي تخنیک پوهنتون، لومړۍ پوړ ، د شپږمې شپې خونې ښي لورته د مالي او اداري معاونیت ته وسپاري.
وروستي رسېدلي افرونه او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي. د افر تضمین د بانکي تضمین په بڼه دي.
بناء د هغو شرکتونو، دولتي تصدیو او خصوصي بنسټونو او پانګوالو څخه چې د قرارداد غوښتونکي دي. خپل غوښتنلیکونه دې د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت د پنځمې شپه خونې (۳۰)مه شمیره اتاق د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته وسپارې.