د کابل پولي تخنيک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !

د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ټرانسپورټي ساختمانونو انجنيرۍ پوهنځي ماسټرۍ پروکرامونو لابراتوارونو تجهیزاتو پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر { ۱۵/۹/۱۴۰۲ } نېټې، د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې درېيم منزل کې د پنځمې ليليې مالي او اداري معاونيت ته، سپارلی شي. د افر تضمین د شرطنامې د شرایطو سره سم د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه دی. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
بناءآ هغه شرکتونه، دولتي تصدۍ او خصوصي مؤسسات او متتشبثين، چې د قرارداد هيله لري خپلې غوښتنپاڼې دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون، پنځمې ليليې (۳۳) شمېرې اطاق د تهیه او تدارک او خدمتونو امريت ته وسپاري.
د افر خلاصولو غونډه به د {1402 / 9 / 15 } نېټې د (چهارشنبې) په ورځ سهار په لسو بجو مالي او اداري معاونيت کې دايرېږي.