د کابل پولي تخنيک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !

ameen_admin
skadkskdkskd

 

د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د ( IT ) تنظيفاتي توکو او تجهیز، د فوټو کاپۍ ماشينونه او د پرنټر رنګونو (۹۳) قلمه قرطاسيه باب پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر {26/6/1402 } نېټې، د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې درېيم منزل کې د پنځمې ليليې مالي او اداري معاونيت ته، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
بناء‌آ هغه شرکتونه، دولتي تصدۍ او خصوصي مؤسسات او متتشبثين، چې د قرارداد هيله لري خپلې غوښتنپاڼې دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون، پنځمې ليليې (۳۳) شمېرې اطاق د تهیه او تدارک او خدمتونو امريت ته وسپاري.
د افر خلاصولو غونډه به د {26/ 6/1402 } نېټې د (يکشنبې) په ورځ سهار په لسو بجو مالي او اداري معاونيت کې دايرېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements